د اوونۍ غوره خبرونه

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې د تېر لمریز کال د وروستو څلورو میاشتو پرتله یې عواید په سلو کې ۳۰ سلنه زیات شوي دي. د دغې ادارې د اعلامیې له مخې، د ۱۴۰۰ کال له حمل تر سرطان میاشتې پورې یې ۲،۴ میلیاره افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې دا په ټاکلي موده کې د تېرو ۲ کالو د عوايدو تر ټولو لوړه کچه ده. د ملکي هوايي چلند اداره وايي، که څه هم د کرونا وبا له خپرېدو سره د پروازونو شمېر کم شوی او هم د مسافرو د تګ راتګ کچه ټيټه وه، خو بيا هم د هوايي چلند ادارې د نوي رهبرۍ او همکارانو د هلو ځلو په نتيجه کې د عوايدو کچه لوړه شوې.

  • 16 زمری 1400